د امریکا د ټېکساس ايالت عامه امنيت ادارې د مې د ۲۴ مې نېټې په شپه خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په سهار د دغه ايالت د يووالد ښار په يوه ښوونځي کې د ډزو پېښې له امله ۲۱ کسان وژل شوي، چې
پکې ۱۹ ماشومان هم شامل دي.
په يادې پېښې کې ۲ پولیس هم ټپيان شوي.
پوليسو ويلي، چې بريدګر يې وژلی او د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریش په يوې اعلاميې کې پر دغې خونړۍ پېښې حيرانتيا څرګنده کړې او په کلکه يې غندلې ده.