د چین او روسیې هوايي ځواکونو ګډې سمندري ګزمې کړي
CMG2022/05/25 10:57:27
شريکول:

د چين ملي دفاع وزارت د مې په ۲۴مه نېټه وويل، چې د چين او روسيې هوايي ځواکونو د جاپان په سمندرګي، د ختيځ چين سمندرګي او لويديځ ارام سمندر په شاوخوا کې د هوايي ځواک ستراتيژيکې ګزمې کړې 

دي.

دا د چين او روسيې د هوايي ځواکونو څلورم ځل و، چې ګډې سمندري ګزمې يې کړې دي.

د چين او روسيې هوايي ځواکونو په داسې حال کې يادې سمندري ګزمې کړي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن آسیا ته په سفر وتلی او په توکیو کې يې د متحده ایالاتو- جاپان-هند-آسټرالیا په څلورم امنیتي ډیالوګ کې ګډون کړی دی.

د چين ملي دفاع وزارت ويلي، چې دغه ستراتيژيکې ګزمې يې د چين او روسيې د هوايي ځواکونو د کلنۍ پوځي همکارۍ له پلان سره سمې ترسره کړې دي. (ژباړه: شکريه)