د چين او پسيفيک ټاپوګانو ترمنځ اړيکې په ژورېدو دي
CMG2022/05/25 15:18:45
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړی او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي به د روانې میاشتې له ۲۶ مې نېټې څخه د جون تر څلورمې نېټې پورې د سليمان ټاپوګانو، کريبتي، ساموا، فيجي، تونګا، وانواتو، پاپوا نيوګيني او ختيځ تيمور په ګډون له اتو هېوادونو څخه رسمي ليدنې او د میکرونزیا فدرالي ایالتونو او د کوک ټاپوګانو له چارواکو سره به ويډيويي خبرې اترې وکړي او په فیجي کې به د چین - آرام سمندر ټاپوګانو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهمې غونډې مشري وکړي.

وانګ ون بين وويل، چې چين د ارام سمندر ټاپوګانو له هېوادونو او ختيځ تيمور سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د خپلمنځي اړيکو پرمختګ يې له اصلي ګټو سره سمون لري او د اسيا او ارام سمندر سیمې د سولې، ثبات او سمسورتيا په ګټه دي.