د چين بهرنيو چارو وزارت د تايوان په اړه د جوبايډن څرګندونو ته توند غبرګون وښود
CMG2022/05/25 11:44:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴مې نېټې د تايوان په اړه د امريکا د ولسمشر بایډن څرګندونو ته توند غبرګون وښود.

نوموړي وويل، چې چين امريکا ته خبرداری ورکوي، چې دا هير نه کړي، چې په نړۍ کې د چين په نوم يو هيواد شته، تايوان يې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د چين د ولسي جمهوريت حکومت يې مشروع او د ټول چين استازيتوب کوي.

نوموړي وويل، چې دغه خبره د چين نه، بلکې د نړيوالې ټولنې اجماع ده او کوم هيواد د يو چين پېژندنې اصل نه شي ماتولی او نه هم د چين له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه سرغړونه کولی شي.

چين د تایوان د بېلتون غوښتونکو د فعالیتونو د مخنیوي ،د ټولو بهرنیو شومو کړنو د شنډولو او د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ټینګښت لپاره ټينګ باور لري.

وانګ ون بين متحده ایالاتو ته په مشورې وويل، چې یوه پخوانۍ چيني سندره ضرور واوري. د دغې سندرې شعر کې ويل شوي، که دوستان درته راځي، نو تود هرکلی یې وکړه او شراب ورته برابر کړه او که ليوان درته راځي، نو خپل ټوپک چمتو ساته! (ژباړه: شکريه)