د هنګري حکومت په هيواد کې اضطراري حالت اعلان کړی
CMG2022/05/25 10:54:48
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هنګري صدراعظم ويکټور اوربن د مې په ۲۴ مه نېټه اعلان وکړ، چې هېواد يې د همدې ورځې له نيمې شپې څخه د روسيې او اوکراين د شخړو د اغېزو پر وړاندې اضطراري حالت

ته ننوزي.

نوموړي ويلي، چې د روسيې او اوکراين شخړې د هنګري پر انرژۍ، اقتصاد، د وګړو پر خونديتوب او داخلي شتمنيو سخت اغېز کړی او ټول یې له خطر سره مخ کړي دي.

ويکټور اوربن زياته کړې، چې په نړۍ کې اقتصادي کړکېچ روان دی او هنګري بايد له دغه بحران څخه ځان وژغوري او خپل وګړي او کورنۍ شمتنۍ بايد وساتي.

نوموړي دا هم ويلي، چې حکومت به يې د اضطراري حالت د پلي کولو سره په ټولو اغېزمنو وسيلو خپل وطن او خلک وساتي.

 د هنګري پارلمان له دې مخکې د ۱۳۶ موافقه رايو او د ۳۶ ممتنعو رايو په کارولو سره د اساسي قانون د تعديل او اصلاحاتو پرېکړه تصويب کړې وه.

د دغه هيواد پارلمان په يادې پرېکړې کې حکومت ته حق ورکړی، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د شخړو او تاوترخوالي او بشري بحران د رامنځته کېدو پر مهال په ټول هېواد کې اضطراري حالت اعلانولی شي.