چين: له روسيې سره به رښتينی څواړخيزم وساتي
CMG2022/05/25 11:39:07
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين او روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه، د بريکس غړي هېوادونه او د شانګهای همکارۍ سازمان او د شلو هېوادونو ډلې په شمول د څواړخيزو ميکانيزمونو مهم غړي دي او په هغو برخو کې به هڅو ته دوام ورکړي، چې د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نړيوالو اړيکو د ډيموکراسۍ جريان پر مخ بيايي.

نوموړي وويل، چې چين او روسيه به د همدې اړيکو په اساس رښتينی څواړخيزم وساتي او په نړيوالو اړيکو کې له ظالمانو کړنو او ډله ييزو مقابلو سره به مخالفت وکړي.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف د مې په ۲۳مه نېټه ويلي، چې روسيه به له چين سره د دوستانه اړيکو لا ټينګښت ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، چې د داسې وضعيت پر وړاندې، چې لويديځ هېوادونه يوازې باداري غواړي، روسيه او چين به خپلمنځي اقتصادي همکارۍ په خوځښت راولي او چټک پرمختګ به ورکړي.

سیرګي لاوروف زياته کړې، چې دواړو هېوادونو د ډيموکراټيکو نړيوالو اړيکو ګډ غږ پورته کړی او د نړيوال عدالت په ساتنې او د نړۍ د څو قطبي کېدو په چارو کې پراخې ګډې ګټې لري.

وانګ ون بین د نوموړي يادې څرګندونې ستايلي او ويلي يې دي، چې چين او روسيه به د همدغو اړيکو په اساس رښتينی څواړخيزم وساتي.