د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کميشنرې ميشل باچليټ سره وکتل
CMG2022/05/25 16:14:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۵ مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له لوړپوړې کمیشنرې ميشل باچلیټ سره انلاين ليدنه وکړه .

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې چين ته د باچليټ د سفر هرکلی وکړ او هغې ته يې د خپل هېواد د بشري حقونو د پرمختګ معلومات ورکړل او د چين د کمونېست ګوند او حکومت د بشري حقونو کړنلارې يې بيان کړې.

نوموړي وويل، چې د چين کمونېست ګوند په خپل سل کلن مزل کې نيکمرغه ژوند ته د ولس ليوالتيا د خپلو هڅو هدف بللې او د اوږدې مودې په بهير کې يې د ډېرو هڅو په زيار د بشري حقونو د پرمختګ داسې لار موندلې، چې د زمانې له غوښتنې او د هېواد له واقعيتونو سره سمون لري.

شي جين پينګ زياته کړه، چې هېواد به يې له بېلابېلو خواوو سره د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ د بشري حقونو په اړه د نظريو زیاتې تبادلې او ګډې همکارۍ وکړي او د بشري حقونو د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.  

نوموړي په خپلو خبرو کې څو فقره ييز وړانديز وکړ او ويې ويل، چې بېلابېل هېوادونه دې بشري حقونه د ولسي سياست پر بنسټ وساتي، يو د بل د بشري حقونو د پرمختګ لارې ته دې درناوی وکړي، د خلکو د بېلابېلو برخو بشري حقونه دې تامين او د بشري حقونو نړیواله اداره دې پياوړې کړي.

شي جين پينګ وويل، چې ځيني هېوادونه بايد د بشري حقونو مسئلې سياست پسې ونه تړي او د بشري حقونو په پلمه بايد د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي.

باچليټ په خپلو خبرو کې وويل، چې دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړی کميشنر چين ته سفر کوي او خپل سفر يې له لاسته راوړنو ډک وباله او هيله يې وښوده، چې هغه به د روان سفر په بهیر کې د چين په اړه ډېر مالومات ترلاسه کړي.

نوموړې همدارنګه د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د بشري حقونو د ساتلو او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې د چين لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل، چې اداره به يې له چين سره د بشري حقونو د نړیوالو چارو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.