په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۲۳۷۸۶۳۶۸ ته رسېدلی
CMG2022/05/25 10:53:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۲۴ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۴ مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴۳ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۳۵۷۶۸۲ زيات ښودل شوی او عمومي شمېر يې ۵۲۳۷۸۶۳۶۸ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۰۳۰ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۲۷۹۶۶۷ ته رسېدلی دی.