هېڅوک د یو چین پېژندنې اصل نشي ننګولی
CMG2022/05/25 14:52:23
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان ۷۶مې اسمبلۍ د مې په ۲۳مه نېټه پرېکړه وکړه، چې تایوان ته به په دغه غونډه کې د ګډون اجازه ور نه کړي.  د روغتيا نړيوال سازمان دا شپږم ځل دی، چې د روغتيا  په نړيوالو غونډو کې

يې د تايوان ګډون وړانديز ردوي.

د دغه سازمان يادې پرېکړې د دې ښکارندويي کوي، چې د یو چین د پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې عمومي اجماع او ګډه نظریه ده او هېڅ چېلنج او خطر نه مني. د روغتیا نړیوال سازمان سږنۍ اسمبلي د کرونا وبا له خپرېدو راهیسي لومړۍ افلاين غونډه ده.

نړيواله ټولنه هيله لري، چې ټول هيوادونه د کرونا وبا ضد فعاله مبارزه وکړي، خو امريکا يو ځل بیا دا هڅې پيل کړي، چې د کرونا وبا ضد مبارزه په سیاست ورګډه کړي او روغتيا نړيوال سازمان ته يې وړانديز کړی، چې په خپلې کلنۍ  غونډې کې تایوان ته د ګډون بلنه ورکړي. استرالیا، بریتانیا، کاناډا او جاپان او ځينو نورو هېوادونو د امريکې له دغه سياسي وړانديز څخه ملاتړ کړی، خو روغتيا نړيوال سازمان يې تمه ورسړه کړې ده.

دغه هيوادونه د دې پر ځای، چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي او نړۍ خوندي وساتي، برعکس روغتيايي چارو ته سیاسي رنګ ورکوي.

د يادو هيوادونو موخه څه ده؟

ټوله نړۍ پوهيږي، چې د دوی رښتینې موخه د چین د پرمختګ مخنیوی دی.

د تایوان بېلتون غوښتونکي هم غواړي، چې د بهرنيو هيوادونو په ملاتړ خپلې شومې موخې ته ورسيږي، خو د دوی دا ارمان به پوره نشي، چې د چين خاوره تجزيه کړي او د دښمن ژرندې ته اوبه ورسمې کړي.

تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده او د روغتیا نړیوال سازمان په شمول د نړیوالو سازمانونو په غونډو او فعالیتونو کې د دې سيمې ګډون باید د یو چین د پېژندنې تر اصل لاندې وي.

د تایوان په اړه د امریکې او ځينو هېوادونو وړاندیز د ملګرو ملتونو له منشور سره ټکر لري او غیرقانوني بلل کيږي.

تایوان له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې د روغتیا نړیوال سازمان په غونډو کې د کتونکي په حیث برخه اخیستې وه، خو دا ګډون يې د يو چين پېژندنې د اصل پر بنسټ و. خو کله چې د تایوان ډیموکراتیک پرمختګ ګوند په ۲۰۱۶م کال کې واک ته ورسېد، نو د یو چین د پېژندنې اصل يې انکار وکړ او په دې هڅې کې دی، چې د بهرنيو ځواکونو په مټ د چین خاوره تجزيه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په غونډو کې د تایوان ګډون سیاسي بنسټ نه لري، نو ولې ځيني هيوادونه د تايوان د سيمه ييزو چارواکو دغې چارې ته لابي کوي؟

 د نړۍ نږدې ۹۰ هېوادونو روغتيا نړيوال سازمان ته د یادې اسمبلۍ تر پرانیستلو مخکې پيغامونه ليږلي او ټولو په يو غږ د یو چین د پېژندنې له اصل څخه کلک ملاتړ او په دغې اسمبلۍ کې د تایوان له ګډون سره يې ټينګ مخالفت کړی دی.

د نړۍ زياترو هيوادونو د امریکې دغه سیاسي دسیسه شنډه کړې ده

د امریکې په شمول ځيني هېوادونه د روغتیا نړیوال سازمان په اسمبلۍ کې د تایوان د ګډون لپاره دا پلمه کاروي، چې ګواکې د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې په سیسټم کې کومه تشه رامنځته نه شي، خو دا پلمه يې له حقیقته ډېره لرې ده او رښتيا دا دي، چې دوی اوبه خړوي کبان نيسي.

د چین مرکزي حکومت د یو چین پېژندنې د اصل پر بنسټ په نړیوالو روغتیايي چارو کې د تایوان ګډون ښه ترتیب کړی او د تایوان کارپوهانو ته يې بلنه ورکړې، چې د څار لپاره وو هان ښار ته ولاړ شي او پر وخت يې له تایوان سره څه باندې ۵۰ تخنیکي سندونه هم شريک کړي دي.

د تایوان سیمې کارپوهانو د ۲۰۲۱م له اپریل راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان په ۴۴ فعالیتونو کې برخه اخیستې او د دغه سازمان سیکريټري دفتر پر وخت تايوان ته د کرونا وبا ډېر راپورونه ورکړي دي.

تایوان کې په دې وروستیو کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت مخ په سختېدو دی او لامل يې دا دی، چې د تایوان سیمه ييز حکومت د وګړیو ژوند او امنیت ته هېڅ پاملرنه نه کوي او د دې وبا پر وړاندې هېڅ اغېزمن تدبیرونه نه نيسي.

له ۲۰۱۷م کال راهیسې، د روغتیا نړیوال سازمان په غونډو کې د تایوان ګډون په اړه د ځينو هېوادونو بې ځایه وړاندیزونه تل رد شوي، نو دغه هېوادونه بايد په دې ښه پوهېږي، چې د یو چین پېژندنې اصل څوک نه شي چېلنج کولی.