د چين او جرمني بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل
CMG2022/05/25 14:18:40
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۴ مه نېټه د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بايربوک سره انلاين ليدنه وکړه.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې سږ کال د چين او جرمني د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰ مې کليزې سره برابر دی. دواړو هېوادونو له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې ژورې همکارۍ کړي او د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې يې جوړې کړې دي.

نوموړي وويل، چې د چين او جرمني د اړيکو پرمختګ د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري او د نړۍ په سولې، ثبات او پرمختګ کې ګټور رول لوبوي.

وانګ يې زياته کړه، چې چين او جرمني بايد د سلامشورې خپلمنځي ميکانيزم ښه وکاروي او د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ مې کليزې په مناسبت دې فعاليتونه ترسره کړي او د ستراتيژيک امنيت، اقتصاد او کلتوري چارو کې دې لوړ پوړي ډيالوګونه ترسره او د دواړو هېوادونو د وګړو تر منځ دې راشه درشه زياته کړي او د خپلمنځي اړيکو بنسټ دې ټينګ وساتي.

انالينا بايربوک وويل، چين د جرمني يو مهم همکار دی او نوې تکلارې به ورسره جوړې کړي. نوموړې هيله وښوده، چې چين او جرمني د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ مې کليزې په مناسبت په بېلا بېلو برخو کې فعالیتونه ترسره کړي او خپلمنځي اړيکو ته نوره هم وده ورکړي. 

دواړو خواوو د افغانستان مسئلې په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.