چين د ۲۰۲۱م کال د ټرانسپورټي چارو د پرمختګ راپور خپور کړ
CMG2022/05/25 11:58:15
شريکول:

د چين د ټرانسپورټ وزارت د مې په ۲۵مه نېټه د ۲۰۲۱م کال د ټرانسپورټي چارو د پرمختګ راپور خپور کړی، چې له مخې يې تېر کال د دغه هېواد د بنسټيزو ټرانسپورټي تاسيساتو ابادۍ پرمختګ کړی او يوه لویه

ټرانسپورټي شبکه یې د بشپړېدو په حال کې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې چين په ۲۰۲۱م کال کې د ټرانسپورټي تاسيساتو او ثابتو شتمنيو د ابادۍ په برخه کې ۳.۶ زره ميليارډه يوانه پيسې لګولي، چې دا رقم يې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۴.۱ سلنه زياتوالی ښيي او د دوو کلونو د زياتوالي منځنی انډول يې ۵.۶ سلنه دی.

د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې د چين د سوداګريزو ګړنديو رېل پټليو اوږدوالی ۴۰ زرو کيلو مترو ته رسيدلی، چې دا رقم د دغه هېواد د ټولو سوداګریزو اوسپنيزو لارو د اوږدوالي له يو پر څلورمې زيات دی.