روبوټونه کرنيزې چارې ترسره کوي
CMG2022/05/25 14:56:59
شريکول:

د چين د شانګهای ښار د جين شان سيمې د تينګ لين په علاقه دارۍ کې يو ځانګړی فارم شته، چې روبوټونه پکې د بزګرۍ چارې ترسره کوي.

دغه روبوټونه د بزګرانو پر ځای کروندو کې تخمونه شيندي، فصل ته اوبه ورکوي، اضافي واښه ریبي او نورې ډول ډول کرنيزې چارې تر سره کوي.

دغه فارم ته نژدې يو لابراتوار هم شته او ځيني ځوانان په پټيو او لابراتوارونو کې په ازموينو مصروف دي.

د فارم خاونډ وانګ جين يوی نومېږي.

وانګ جين پخوا په يوه انټرنيټي شرکت کې کار کاوه او په ۲۰۱۵م کال کې يې په فارم کې د ساينس او ټکنالوژۍ پر مټ کرنيزې چارې پېل کړې او اوس هم همدغه چارې پرمخ وړي.

نوموړي د کرنيزو ماشينونو له انجنيرانو او الکترونيکي انجنيرانو سره او هم د مخابراتو او کمپيروټرونو په برخو کې له څو فني کارکوونکو سره ګډ کارونه پيل کړي او د کرهنيزو چارو لپاره يې څو ډوله روبوټونه اختراع کړي دي.

هغه وايي، چې دغو روبوټونو يې کرنيزې چارې اسانه کړې دي.