چين د امريکا او بريتانيا ناسمې خبرې وغندلې
CMG2022/05/25 11:56:06
شريکول:

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس او په چين کې د بريتانيا سفيرې کرولين اليزابيت ويلسون له چين څخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کميشنرې د ليدنې په اړه ناسمې خبرې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴مه نېټه وويل، چې امريکا او بريتانيا له حقيقت سره هيڅ علاقه نه لري او موخه يې دا ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کميشنرې د دغه سفر په پار د شينجيانګ پر ضد پروپاګند  وکړي او له همدې لارې پر چين بې بنسټه تورونه ولګوي.

وانګ ون بين په اشارې وويل، چې د امريکا او بريتانيا په شمول لويديځو هېوادونو له يوې مودې راهيسې د ناوړو سياسي طريقو له لارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پلاوي په سفر کې لاسونه کړې او د دغه سفر پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.