شي جين پينګ امريکايي ملګرې اغلې سارا لانډي ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/05/25 11:42:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د امريکا د ايوا (Iowa) ايالت ملګرې اغلې سارا لانډي ته ځوابي پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپله پيغام کې ليکلي، چې د چين او امريکا وګړي پوره صميميت لري او د دواړو هېوادونو د دوستۍ ارزښتناکه شتمني ده او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره يې مهم بنسټ برابر کړی دی. چينايان غواړي، چې له امريکايانو سره خپلمنځي تګ راتګ او د ګډو ګټو همکارۍ پياوړې کړي او دواړو خواوو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې اغلې سارا لانډي او د ايوا ايالت ملګري هڅولي، چې د چين او امريکا د خلکو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

شي جين پينګ په ۱۹۸۵م کال کې د ايوا ايالت له موسکاټين ښار (Muscatine) څخه د ليدنې پر مهال له اغلې سارا لانډي سره وکتل او په ۲۰۱۲م کال کې يې د چين د دولت د مرستيال رئيس په حیث له امريکا څخه د ليدنې په ترڅ کې يو ځل بيا د اغلې لانډي په کور کې له خپلو امريکايي‌ ملګرو سره ليدنه وکړه.

اغلې لانډي په دې وروستيو کې شي جين پينګ ته يو پیغام ليږلی او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تګ راتګ، تفاهم او متقابل اعتماد به په پر له پسې توګه پياوړی شي.