امریکا د دروغو پټولو لپاره نور درواغ جوړوي
CMG2022/05/26 14:13:07
شريکول:

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چین له شینجیانګ څخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کميشنرې میشل بچلیټ سفر ناسمه کړنه بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۲۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې هکله وویل چې چین د بېلا بېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د شخصیتونو هر کلی کوي، چې شيجينګ ته سفر وکړي او حالات له نږدې وګوري.امریکې د مېرمن میشل بچلیټ د دغه سفر په هکله خپله رویه بدله کړې ده.  امريکايي چارواکو مخکې پر چین بې ځایه تورونه لګول، چې بېجينګ مېرمن میشل بچلیټ ته اجازه نه ورکوي، چې له شينجيانګ څخه هراړخیزه او خپلواکه لیدنه وکړي، خو اوس يې د نوموړې دغه سفر بې ځايه او ناسمه کړنه بللې ده.

وانګ ون بین وويل، چې د امریکې له دغو خبرو څخه څرګنديږي، چې د خپلو درواغو د پټولو لپاره بايد بهانې ولټوي او نور زیات درواغ جوړ کړي.نوموړي زياته کړه، چې د شينجيانګ اقتصاد او ټولنې ثابت پرمختګ کړی او پر دې هيڅوک سترګې نه شي پټولی او نه هم دروغ او پروپاګند د حقيقت مخه نيولی شي. (هیله)