د چین حکومت د هيواد په ټولو ولسوالیو او کلیوالو سيمو کې طبي مرکزونه جوړ کړي
CMG2022/05/26 12:46:59
شريکول:

د چین حکومت په تېرو لسو کلونو کې په ولسوالیو او کلیوالو سيمو کې د طبي مرکزونو د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

د چين حکومت موخه درلوده، چې د هيواد په ټولو ولسولیو او کلیوالو سيمو کې به طبي مرکزونه جوړوي او سږ کال يې دغه موخه پوره کړه.

د چين په ټولو ولسوالیو او کلیوالو سيمو کې اوس طبي مرکزونه او کلينيکونه شتون لري او د هرې سيمې خلک په ۱۵ دقيقو کې روغتيايي مرکزونو ته تللی شي.

د چين حکومت په ټول هيواد کې د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې د ولسوالۍ په کچه ۲۳ زره طبي مرکزونه، د علاقه دارۍ په کچه ۳۵ زره  طبي مرکزونه او د کلي په کچه ۵۹۹ زره طبي مرکزونه جوړ کړي دي.

د چين حکومت د دغو طبي مرکزونو په بشپړولو خلکو ته د ناروغيو د درملنې لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي. (هیله)