د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په پلازمېنې کابل او د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د مې په ۲۵مه نېټه څلور چاودنې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي
دي.
د کابل د پولیسو وياند خالد ځدراڼ د روانې میاشتې په ٢٥مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په يوه جومات کې په داسې حال کې چاودنه شوې، چې خلکو مذهبي مراسم ترسره کول.
ځدراڼ ويلي، چې په دغې چاودنې کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند اصف وزيري د روانې میاشتې په ٢٥مه نېټه خبریالانو ته وويل، چې په همدې ورځ د مزارشريف ښار په پنځمې او لسمې امنيتي حوزو کې پرله پسې درې چاودنې شوي، چې له امله يې ۹ تنه وژل شوي او ١٥ تنه نور ټپيان دي.
داعش ډلې په مزارشریف کې د چاودنو پړه پر غاره اخیستې ده.