د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپا مرکزي بانک د مې په ۲۵مه نېټه په يوه پولي راپور کې ویلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له امله په يورو سيمې کې د انرژۍ او لومړنيو توکو بيې د لوړېدو په حال کې دي، په سیمه کې د لوړ انفلاسیون خطر زیات شوی او د پولي ثبات وضعیت پکې خراب شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، که د یورو په سیمه کې د ودې او پرمختګ امکانات نور هم کمزوري شي او یا انفلاسیون د تمې خلاف پکې لوړ شي، نو ځینې پولي شتمنۍ به ډېر جدي خطر سره مخ کړي.
د اروپا د مرکزي بانک مرستیال ويلي، چې د روسیې او اوکراین شخړې په يورو سيمې کې پر اقتصادي فعالیتونواو پانګونو بد سیوری غوړولی او د پولي ثبات خطرونه يې راپورته کړي دي.