امريکې د چين پر وړاندې د اندوـ پاسیفيک اقتصادي چوکاټ جوړ کړی
CMG2022/05/26 12:28:46
شريکول:

امریکې څو ورځې مخکې د اندوـ پاسیفيک اقتصادي چوکاټ اعلان کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۲۵مه نېټه د ياد تش په نوم اقتصادي چوکاټ په اړه وویل، چې امريکا د اندوـ پاسیفيک د همکاريو په پلمه د ځانګړي هېواد د ګوښه کولو موخه لري.

امریکا غواړي د د اندوـ پاسیفيک تر چتر لاندې سوداګریز مقررات جوړ کړي او له چین سره د دې سیمې اقتصادي پرېکون وهڅوي.  

وانګ ون بین وویل، چې امریکا په ډاګه ويلي، چې د اندوـ پاسیفيک په مټ به د ۲۱مه پېړۍ په سیالۍ کې خپل بریالیتوب تضمین کړي او د دغه هېواد له يادې وينا او کړنې څخه په ډاګه څرګنديږي، چې ياد تش په نوم اقتصادي چوکاټ د امریکايي سوداګرۍ او اقتصاد لپاره جوړ شوی دی.

 نوموړي زياته کړه، چې د اسیا او ارام سمندر سیمه له سوله ييز پرمختګ څخه برخمنه ده او هر هيواد باید په دغې سيمې کې سالمه سیالي وکړي.

چین غواړي، د سیمې له هېوادونو سره څواړخیز نظام پلی کړي او د دې سیمې ښه راتلونکی ورسره په ګډه جوړ کړي. (هیله)