د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مې په ۲۵مه نېټه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د لومړۍ پروژې د کروت د اوبو ـ برېښنا بند د جوړونې چارې له نږدې وکتلې او ويې ویل، چې دغه پروژه به پاکستان ته پاکه
او ارزانه برېښنا برابره کړي او د هيواد زرغون پرمختګ به وهڅوي.
د چین د سان شیا انرژۍ نړیوال شرکت د پاکستان د کروت د اوبو ـ برېښنا بند پر جوړونې ۱ ميليارډ او ۷۴۰ ميليونه ډالره پانګونه کړې او اټکل کيږي، چې دغه بند به په کال کې ۳.۲ میلیارډه کیلو واټه برېښنا توليد کړي او د ۵ ميليونو خلکو د برېښنا اړتيا به پوره کړي.(هیله)