د امریکایي سیاستوالو وجدان به کله راویښ شي
CMG2022/05/26 13:51:57
شريکول:

د امريکا د ټکساس ايالت په اوولد ښار کې د جولای په ۲۴مه نېټه د روب په لومړني ښوونځي کې سختې ډزې وشوې، چې له امله يې د ۱۹ ماشومانو په ګډون تر ۲۰ ډېر کسان ووژل شول.

دا په۲۰۱۲م کې د کنیکټیکټ په نیوټاون کې د سینډي هوک لومړني ښوونځي کې د ډزو پېښې وروسته ډېره سخته بوږنوونکې پېښه ده او ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

هغه ماشومان، چې د خپل مور او پلار هيلې ورپسې تړلې وې، چې په راتلونکې کې به ښه او روښانه ژوند ولري، د ټوپک د شپېلۍ ښکار وګرځيدل.

د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور کریس مرفي د جولای په ۲۴مه نېټه ويلي، چې په ښوونځيو کې د ډزو ډېرې پېښې په امريکې کې کيږي.

نوموړي ويلي:

((دا ډول شی(پېښې) یوازې زموږ په هیواد کې کيږي، په هیڅ هیواد کې نه کيږي. ماشومان ښوونځي ته نه ځي، فکر کوي، چې هغه ښايي نن په ډزې وويشتل شي.))

 

ځيني امريکايان په دې اند دي، چې دغسې پېښې د امریکایي سیاستوالو لپاره معمولي خبره ده او هيڅ په کېسه کې يې نه دي.

له دغې پېښې لس ورځې وړاندې، د نیویارک ایالت په بفیلو ښار کې په یوه سوپر مارکیټ کې هم د ډزو پېښه وشوه، چې پکې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.

دغو پېښو نړۍ ته ټکان ورکړی او امريکايان يې مایوسه کړي دي.

د مالوماتو له مخې، د امريکې د سنډي هوک د ډزو پېښې وروسته په دغه هيواد کې له ۳۵۰۰ څخه ډېرې ورته پېښې شوي، چې هره يوه پېښه يې په منځني ډول څلور او تر څلورو ډېر تلفات لري.

دغسې پېښې د متحده ايالاتو په نږدې هر کونج کې پیښیږي.

امريکا کې ملکي خلک هم وسله لري، خو حکومت ورته څه نشي ویلی، ځکه د دغه هيواد اساسي قانون په تعديدل کې دا ماده ور اضافه شوې، چې هر څوک د ټوپک ماليکت درلودلی شي او حکومت د پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

حقیقت دا دی، چې دغه مسئله د سیاسي ګوندونو له جګړو، ګټو، ډلو او توکم پالنې سره نېغې اړيکې لري او همدغه مسئله د امریکا په سیاست کې د رایې او پیسو لپاره کارول کيږي او په دغه هيواد کې يې د ټوپک کنټرول پروسه ستونزمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د ملي ټوپک ټولنه، چې په دغه هېواد کې د وسلو د مالکيت تر ټولو لوی سازمان او ځواکمنه ډله ګڼل کيږي، لږ تر لږه ۵ ميلیونه غړي او بې اندازې پيسې لري او د ولسمشرۍ او کانګرېس په ټولټاکنو کې لوی نفوذ لري.

د متحده ایالاتو د ملي ټوپک ټولنې په ۲۰۲۰م کې په فدرالي ټاکنو کې له ۲۹ ميلیون ډېر ډالر مصرف کړي دي.

"  د سیاستوالو او وسلو پلورونکو نظامي - صنعتي پیچلتیا " د متحده ایالاتو پر پالیسۍ او عامه افکارو ژوره اغیزه لري، خو سياستوال به یې له خوبه راويښ نه شي.

قطبي سیاست او ټولنیز ویش د ټوپک د پېښو او تاوتریخوالي مهم لاملونه دي.

په متحده ایالاتو کې د ویټو سیاست په وروستیو کلونو کې شدت موندلی، او "د مخالفت لپاره مخالفت" د ډېرو قانوني لايحو د نافذېدو پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی.

 ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونه له ۲۰ کلونو  راهيسې د ټوپک کنټرول مسئلې په اړه ژور تضادونه او توپيرونه لري او همدا لامل دی، چې د متحده ایاالتو کانګرېس کې د وسلو د کنټرول هيڅ اغېزمن فډرالي قوانین وجود نه لري.

 

دا هر څه د دې ښکارندويي کوي، چې امریکایي سیاستوال د خلکو د ژوند حق ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

په روب ښوونځي کې ډزې په داسې حال کې وشوې، چې د متحده ایالاتو مشران په آسیا کې د مقاومت د هڅولو لپاره د ډلو او ټپلو په جوړولو بوخت دي، خو دوی ته د خپلو خلکو وينه هم ارزښت نه لري، نو څنګه کیدای شي، چې دوی په اسیا کې ګټورې چارې ترسره کړي؟

امريکايي سیاستوال يوازې خپلې سياسي ګټې پالي او پر هيواد د حکومت ارمانونه لري.

 لس کاله مخکې، چې هغه مهال د سنډي هوک ښوونځي د ډزو پېښه شوې وه، د متحده ایالاتو په کانګرېس کې د ټوپک کنټرول قانون تصویب نشو.

د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما د وینا کولو په ترڅ کې لاسونه ښکته کړل او سخت خپګان يې ښکاره کړ او جو بایډن هغه مهال د ده مرستیال ولسمشر و، ترڅنګ يې ولاړ و.

بایډن له يادې پېښې لس کاله وروسته سپينې ماڼۍ ته ننوت، خو هيڅ بدلون يې را نه وست، بلکې په امريکې کې اوس هر څوک کولی شي، چې ټوپک ولري.

دا د امریکا د حکومتوالۍ د ناکامۍ يوه بڼه ده او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې امریکايي موډل یو لوی طنز دی او د امریکايي ډیموکراسۍ د نیمګړتیاوو متمرکز انعکاس دی.

 (ژباړه: شکريه)