شي جين پينګ د عامه امنیت د اتلانو او موډلانو له استازو سره وکتل
CMG2022/05/26 12:26:28
شريکول:

د چین د عامه امنیت سیستم اتلانو او موډلانو ته د جایزې ورکولو غونډه د مې په ۲۵مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ د عامه امنیت سیستم د اتلانو او موډلانو له استازو سره وکتل او دوی ته یې د ښو چارو او جايزو مبارکي وویله.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي ګوه شنګ کون په یادې غونډې کې وویل، چې د ټول هېواد د عامه امنیت ارګانونه باید د چین کمونېست ګوند ته د وفادرۍ، د خلکو لپاره د خدمت، د عادلانه قانوني ادارې او د جدي انضباط غوښتنې پوره پلې کړي او له ننګونو سره د مقابلې او د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره دې تر وسې پورې کوښښونه وکړي. (هیله)