د امریکا د ټکساس ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې د مې په ۲۴مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين ياده پېښه زړه بوږنوونکې وبلله او د پېښې پر قربانيانو او ټپيانو يې خواشيني وښوده او د هغوی کورنيو ته يې د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
امریکايي رسنیو ويلي، چې دا په روان کال کې په امریکا کې پر ښوونځيو د ډزو ۳۹مه پېښه ده.
ویاند وانګ ون بين د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې امريکا بايد په کور دننه د امريکایانو د خونديتوب لپاره اغېزمن او چټک تدبيرونه ونيسي.