د چين د صنعت او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت څه موده مخکې وويل، چې په ټول هېواد کې يې د پنځه G نژدې ۱ميليون او ۶۰۰ زره اساسي سټېشنونه اباد کړي دي.
چين په ټوله نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې د خپلې ټکنالوژۍ پر بنسټ يې په لويه پيمانه د پنځه G شبکه جوړه کړې ده.
په چين کې د ۲۰۲۲م کال په لومړی ربع کې د پنځه G+د صنعتي چارو انټرنيټ د ابادو پروژو شمېر ۲۴۰۰ ته رسيدلی، چې پر مټ به یې زرګونه ډوله چارې چټک پرمختګ وکړي او په توليدي چارو کې به ځيرکه ټکنالوژي وهڅوي.