چین: امريکا به د یو چین پېژندنې اصل په ماتولو د دواړو هيوادونو اړيکې سختې تاوجنې کړي
CMG2022/05/26 12:20:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۵مه نېټه په يوې خبرې ناستې کې وويل، چې امريکا د يو چين اصل ماتوي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته يې رادانګلي دي او دغه کړنې به یې د چين او امريکا اړيکې سختې تاوجنې کړي او ناوړه پايلې به ولري.

خبريال په دغې خبري ناستې کې له وانګ ون بين څخه وپوښتل، چې چيني ځواکونو د د تايوان تنګي شاوخوا ګزمې کړي، ایا دغه ګزمې د تايوان په اړه د امريکا د ولسمشر جو بایډن له څرګندونو سره تړاو لري؟

ویاند وانګ ون بین د يادې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د چين د ختيځې جنګي سیمې مطبوعاتي ویاند څه موده مخکېد ياد پوځي تمرين په اړه خبر ورکړی و.

نوموړي وويل، چې امریکا د یو چین پېژندنې اصل ماتوي او د تایوان د بیلتون غوښتونکو له کړنو ملاتړ کوي او هڅوي يې او دغه کړنې به یې نه یوازې د چین او امریکا اړیکې تاوجنې کړي، بلکې امریکا به يې د نه زغملو وړ پایلې هم وګوري.