شي جين پينګ خپل ټول ژوند يې د هيواد خدمت ته وقف کړی دی.
CMG2022/05/27 21:44:30
شريکول:

شي جين پينګ په ۱۹۸۵م کال کې د هه بې ولايت د جنګ دينګ ولسوالۍ د کمونېست ګوند د کميټې د منشي په حیث دنده درلوده او همغه مهال یې په لومړي ځل له امريکا څخه لیدنه وکړه.

نوموړی د امريکا د لوا ايالت په موسکاټيني ولسوالۍ کې د ډورچاک په کور کې دوه ورځې مېلمه و.

 شي جين پينګ په ۲۰۱۲م کال کې، چې هغه مهال يې د چين د دولت رئيس د مرستيال په حېث دنده درلوده، یو ځل بيا د امريکې د لوا ایالت موسکاټيني ولسوالۍ ته سفر وکړ.

 ډورچاک او ميرمنه يې هغه مهال له يادې ولسوالۍ فلوريډا ايالت ته کډه شوي وو، خو له شي جين پينګ سره د کتلو په هدف د لوا ايالت موسکاټيني ولسوالۍ ته ولاړل او هلته يې ورسره وکتل.

 

شي جين پينګ په ۲۰۱۵م کال کې د چين دولت رئيس په توګه د ډورچاک او د ده کورنيو غړو ته بلنه ورکړه، چې د بېجينګ د دياو یو تای په هوټل کې دده مېلمانه شي او دوی ته يې ميلمستيا وکړه.

۳۰ کاله کيږي، چې د شي جين پينګ او د ډورچاک تر منځ دوستي دوام لري.

ډورچاک وايي، چې شي جين پينګ د چين رهبر دی، خو د پخوا په شان ورسره ښه صميمانه چلند لري او ملګرتيا ورسره پالي.

 د ډورچاک زوي کاري ډورچاک له شي جين پينګ سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې شي جين پينګ له خپل هېواد سره ډېره مينه لري او خپل ټول ژوند يې د هيواد خدمت ته وقف کړی دی.

https://news.cgtn.com/news/2022-05-27/His-Fond-Memories-of-His-U-S-Homestay-1am1rFcjS7K/index.htm