د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مودي اعتبار ارزونې نړيوال ارګان د مې په ۲۶مه نېټه د هند د ۲۰۲۲م کال د اقتصادي پرمختګ اټکل له ۹.۱سلنې څخه ۸.۸ سلنې ته را ټيټ کړی او اټکل يې کړی، چې د دغه هيواد د
۲۰۲۳م کال د اقتصادي پرمختګ انډول به ۵.۴ سلنې ته راښکته شي.
مودي ارګان په يو راپور کې ويلي، چې د هند اقتصاد د ۲۰۲۱م کال په څلورمه ربعه کې د پرمختګ تمايل ښودلی او د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې يې دغه تمايل ساتلی دی.
ياد ارګان ويلي، چې په هند کې د اومو نفتو، خوراکي موادو او کرنيزو سرو د بيو لوړوالی به په راتلونکو څو مياشتو کې پر خلکو د لګښت فشارونه زيات کړي او په دغه هېواد کې د پولي تورم د کنټرول لپاره د بانکي ګټو د زياتوالي پاليسي به د کورنيو اړتياوو د احيا تمايل ورو کړي.