چين: ناټو دې په نړۍ کې ګډوډي نه جوړوي
CMG2022/05/27 10:33:48
شريکول:

د ناټو سرمنشي جينس سټولټنبرګ په دې وروستيو کې د چين ضد خبرې کړي او تورونه یې پرې لګولي دي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۶مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د ناټو سرمنشي جينس سټولټنبرګ په دې وروستيو کې څو څو ځلې پر چين بې بنسټه تورونه لګولي، د چين د سياسي نظام او کورنيو او بهرنيو تګلارو په اړه يې ناسمې خبرې کړي او چين يې يو ګواښ بللی دی.

وانګ ون بين د نوموړي خبرې په کلکو ټکو وغندلې او ويې ويل، چې ناټو دوه ګوني معيارونه نيولي، له يوې خوا له خپلو غړو هېوادونو څخه غواړي، چې پوځي لګښتونه زيات کړي او د هېواد جي ډي پي ۲ سلنې ته او يا يې له دې هم زياته کړي، خو بل لور ته بيا د چين عادي دفاع ته د شک په نظر ګوري او پر عصري کېدو يې تورونه لګوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له ناټو وغوښتل، چې د ايډيولوژيکو مسايلو لارې دې دوه ګوني معيارونه نه نیسي او پر چين دې بې ځايه تورونه نه ګوري.

وانګ ون بين زياته کړه، چې ناټو په اروپا کې ګډوډي جوړه کړې او د اسيا حتی ټولې نړۍ د ګډوډۍ جوړولو هڅې دې نه کوي.