امريکايي پروفيسور: اوکراين ته د وسلو ليږد به د لويو هېوادونو ترمنځ د پوځي ټکر سبب وګرځي
CMG2022/05/27 15:18:11
شريکول:

د امريکا د جورجتاين پوهنتون د نړيوالو اړيکو د علمي ټولنې پروفيسور کوپچان د چین د سي سي ټي وي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ویلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه په شدت روانه ده او پر ډېرو هيوادونو يې منفي اغېزې کړې دي.

نوموړي په دغې مرکې کې ويلي، چې د امريکا او لويديځو هېوادونو له لوري اوکراين ته د پوځي تجهيزاتو برابرول به د لويو هېوادونو ترمنځ د نوي پوځي مقاومت سبب وګرځي.

پروفيسور کوپچان زياته کړې، چې اوسنۍ نړۍ د نړیوال کېدو په بهير کې ده، خو په ترڅ کې يې انسانان د اقلیمي بدلون او نړيوال روغتیايي بحران په شمول له ډېرو ګډو ننګونو سره مخ دي.

نوموړي په خبرو کې په ټينګار ويلي، چې لوی هېوادونه دې د سړې جګړې له افکارو څخه ډډه وکړي او د اوکراين او روسيې ترمنځ روانه شخړه دې ودروي او د اقليمي بدلون او روغتيايي بحرانونو پر وړاندې دې مبارزه وکړي.