ځيني جاپاني سياستوال په خواږه خوب ويده دي
CMG2022/05/27 11:51:59
شريکول:

د امريکا، جاپان، هند او استراليا مشران په توکيو کې د څلور اړخيز ميکانيزم په سرمشريزې کې راغونډ شوي دي.

د جاپان خبري رسنيو خبر ورکړی، چې يادو هيوادونو د نظامي چارو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په دوو برخو کې د چين پر وړاندې مقابلې ته تياري ښودلې ده.

 د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيډا ويلي، چې د څلورو خواوو سرمشريزه د ختيځ سمندرګي او جنوبي سمندرګي د يواړخيزو بدلونونو د کړنو په اړه ژوره اندېښنه لري او اعلان يې کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې د اسيا او ارام سمندر سيمې لپاره د ۵۰ ميليارډو ډالرو مرستې او پانګونې برابرې کړي.

د چين پر وړاندې د يادو څلورو هيوادونو د مقابلې شوم نيت به پوره نه شي او چارې به یې خامخا شنډيږي.

نظامي لامل يې د دوی د شوم نيت د ناکامۍ لومړی سبب دی.

 امريکا، بريتانيا او استراليا په اسيا کې د نوې سړې جګړې د راپارولو لپاره د اوکوس(AUKUS) يا  درې اړخيز امنيت د ملګرو اړيکې ټينګې کړي، خو دغه اړيکې يې نظامي بڼه لري.

د نوموړو دريو هېوادونه دغه کړنه د زياترو اسيايي هېوادونو له شک او غندنې سره مخ شوې ده.

په نظامي برخه کې د امريکا، جاپان، هند او استراليا څلوراړخيز ميکانيزم د هماهنګي او همکاري ډېره کمزورې ده او د ناټو بڼه نه شي جوړېدلی.

اقتصادي لامل يې د دوی د شوم نيت د ناکامۍ يو بل سبب دی.

 ځيني جاپاني سياستوال د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په اړه دوښمانانه رويه لري او په دې برخه کې د امريکا ټينګه ملګرتيا کوي، خو په حقیقت کې دوی په خواږه خوب ویده دي او اوس غواړي، د يو کمربند او يوې لارې د پېشنهاد ضد يوه بله کړۍ جوړه کړي.