روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۲۴۸۷۸۰۶۴ ته رسېدلی
CMG2022/05/27 10:34:44
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۲۶مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۲۷ زره او ۴۸ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۲۴ میليونو، ۸۷۸ زرو او ۶۴ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۸۰۰کسان مړه شوي او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۲۸۳ زرو او ۱۱۹ ته رسېدلی دی.