شي جين پينګ د خلکو شکايتونو ته د رسېدو د چين ملي غونډې له استازو سره وکتل
CMG2022/05/27 15:15:18
شريکول:

د خلکو شکايتونو ته د رسېدو د چين ملي غونډه د روانې میاشتې له ۲۵ تر ۲۶ مې نېټې پورې د چين په پلازمینې بېجينګ کې ترسره شوه.

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د يادې غونډې په څنډه کې د خلکو له استازو سره وکتل او هغو کاري ډلو او شخصيتونو ته يې نيکې هيلې او تودې مبارکۍ وويلې، چې د خلکو شکايتونو ته د رسېدو په برخه کې يې د غوره کاري ډلو او کارکوونکو لقب ترلاسه کړی دی.