امنیت شورا پر جنوبي سوډان بندیزونه وغځول
CMG2022/05/27 11:05:32
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مې په ۲۶مه نېټه د ۲۶۳۳م پرېکړه ليک په تصويب سره پر جنوبي سوډان د وسلو محدوديتونه او هدفي بنديزونه د يو کال لپاره غځولي دي.

امنيت شورا وايي، چې پر جنوبي سوډان يې لګيدلي بنديزونه د ۲۰۲۳م کال د مې تر ۳۱مې نېټې پورې تمديد کړي دي.

امنيت شورا دغه پريکړه ليک په ۱۰ موافقو او ۵ مخالفو رايو تصويب کړی او د هغو کارپوهانو، چې پر جنوبي سوډان د بندیزونو کمیټې سره مرسته کوي، د ماموريت موده يې د ۲۰۲۳م کال د جولای تر لومړۍ نېټې غځولې ده.

امنيت شورا ويلي، چې دغه پریکړه لیک يې د سولې په موخه د غیر وژونکو وسلو پر عرضې، پلور او لیږد پورې اړه نه لري او د اصلي شاخصونو د پوره کولو حالت له مخې به د وسلو بندیزونو ته بیاکتنه وکړي او په وقفه يي او په تدریجي ډول به یې لیرې کړي (ژباړه: شکريه)