د روان کال په لومړيو څلورو میاشتو کې د چين د لویو صنعتي تصدیو ګټې زیاتې شوي
CMG2022/05/27 15:18:57
شريکول:

د چین د احصائيې ملي ادارې د مې په ۲۷ مه نېټه ويلي، چې د روان کال په لومړيو څلورو میاشتو کې د  دغه هېواد د لویو صنعتي تصدیو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳.۵ زیاتې شوې دي. 

د چین د احصائيې ملي ادارې ويلي، چې د روان کال په اپریل مياشت کې د دغه هېواد په یو شمېر ځايونو کې د کرونا وبا څپه پورته شوې، چې د تصدیو پر توليدي فعاليتونو يې ډېرې بدې اغېزې کړي او له امله يې د تصدیو ګټې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ٪۸.۵ کمې شوې دي.

يادې ادارې ويلي، چې د روان کال په لومړيو څلورو میاشتو کې د چين د لویو صنعتي تصدیو ګټې بيا زياتې شوې دي.