د سينګاپور صدراعظم: د پرمختګ فرصتونه او بازارونه په چين کې دي
CMG2022/05/27 15:23:59
شريکول:

د سينګاپور صدراعظم لي هسين لونګ د جاپان له بيزنيس نيوز سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د پرمختګ فرصتونه او بازارونه ټول په چين کې دي او بېلابېل هېوادونه دې له دغه هېواد سره سوداګري‌ وکړي او چيني پانګوالو ته دې هرکلی ووايي.

لي هسين لونګ ويلي، چې چين د نړیوال اقتصاد په حجم کې زیاته ونډه لري، نو طبيعي ده چې ډېری هېوادونه له دغه هېواد سره زیاتې سوداګريزې معاملې وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې له اوږدې مودې راهیسې فعال ګډون لري، ” يو کمربند او يوه لار“ او د نړیوال پرمختګ نوښتي طرحې يې وړاندې کړي او سينګاپور ترې ملاتړ کوي او هيواد يې د نړيوال پرمختګ نوښت د ملګرو ډلې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.

 چين د همکارۍ، سوداګرۍ او سمسورتيا فرصتونه جوړکړي او ډېری هېوادونه د خپل پرمختګ لپاره غواړي، چې د چين له دغو فرصتونو څخه استفاده وکړي او له دغه هېواد سره زیاتې راکړې ورکړې ولري.

نوموړي زياته کړې، چې سينګاپور د ترانس – پاسيفیک د جامع او پرمختګ تړون(CPTPP) سږنی نوبتي رئیسه هېواد دی او هرکلی یې کوي، چې چين هم په دې تړون کې ګډون وکړي.