د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د داوس نړيوال اقتصادي فورم ۵ ورځنۍ کلنۍ غونډه د مې په ۲۶مه نېټه د سويس په داوس کې پای ته ورسېده.
د داوس په دغې غونډې کې سياسي، سوداګريزو او علمي استازو برخه اخيستې وه او په يو غږ يې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د نړيوالو بېړنيو ننګونو ضد د مبارزې لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.
د داوس فورم مشر بورګ برنډ د غونډې په پای مراسمو کې د راتلونکې لارې په عنوان يوه وينا وکړه.
نوموړي وويل، چې داوس د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې په لومړي ځل افلاين غونډه ترسره کړه او ګډونوالو يې له اقليمي بدلون سره د مبارزې، د عامې روغتيا د چارو د پريکړو او تدبيرونو او د نړيوالو اقتصادي همکاريو په اړه بحثونه کړي او لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د ونو او نيالګيو کينولو په برخه کې د داوس فورم پيشنهاد ته مثبت غبرګون ښودلی او ژمنه يې کړې، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به ۷۰ ميليارډه نيالګي کينوي.