نیمه ځوړند ملي بيرغ د امریکا د سیاست او ټولنې کړکېچ نه شي پټولی
CMG2022/05/27 14:25:47
شريکول:

د امریکا د ټيکساس ایالت په يوه لومړني ښوونځي کې د مې په ۲۴مه نېټه د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې د ۱۹ ماشومانو په شمول ۲۱ تنه ووژل شول.

په امريکې کې دغه برید په داسې حال کې شوی، چې ولسمشر جوبایډن اسیا ته د اندو- پاسفيک اقتصادي چوکاټ د هڅولو په پار تللی دی.

بایډن د خپل سفر خوشحالي ختمه کړې او د امريکې ټولو ادارو ته يې حکم کړی، چې ملي بیرغ نيمه ځوړند کړي.

جوبايډن د امریکې د ولسمشر په توګه دا څلورم ځل دی، چې په هيواد کې د ملي بیرغ د نيمه ځوړند پرېکړه کوي، خو دا هڅې نه کوي، چې په کور دننه د ټوپکو او وسلو ازاد بازارونه وتړي.

د امریکا د ټيکساس ایالت په لومړني ښوونځي کې د دغه برید له امله ۱۹ ماشومان وژل شوي دي او د امریکې د بېلا بېلو ټولنو غوسه يې راپارولې ده.

جو بايډن په خپلو خبرو کې یو لړ پوښتنې کړي او ويلي يې دي، چې دغه شان لوی بريدونه په نورو هېوادونو کې ډېر کم لیدل کېږي.

 نوموړي ويلي، چې په نورو هېوادونو کې هم رواني ناروغان او د حکومت مخالفين شته، خو دغه شان سختې پېښې پکې بيخې نه رامځته کيږي او يا ښايي ډېرې کمې پکې وليدل شي، خو په امريکا کې بيا هر وخت د ډزو پېښو راپورونه ورکول کيږي.

بايډن د پوښتنې په شکل وويل، چې د دې پېښو علت څه دی؟ په امریکا کې ولې داسې پېښې رامنځته کېږي؟ ولې موږ دغه لویې وژنې زغموو او ورته اجازه ورکوو؟ ایا موږ دا زړورتوب لرو، چې د ډزو د ملاتړ کوونکو غوښتنې رد کړو؟

اوس پوښتنه دا ده، چې بایډن دا پوښتنې له چا څخه کوي او د ډزو ملاتړ کوونکي څوک دي؟

که د امریکا واکمنان او چارواکي د ملي امنیت د ساتلو دنده نه شي ترسره کولی او يا د ډزو د پېښو مخنيوی نه شي کولی، نو امريکايان بايد له چا څخه د خوندیتوب غوښتنه وکړي؟

په امریکا کې د ډزو پېښې او بریدونه اوږد تاریخ لري او دغه شان ګڼو پېښو د امریکايي سیاستوالو جدي پاملرنه نه ده جلب کړې.

د امریکا د مشرانو جرګې د ډيموکراټ ګوند د سناتورانو د ډلې مشر چارلیس شومر د مې په ۲۵مه نېټه وویل، چې هغه به د ډزو د کنټرول د تدبیرونو لایحه د رایګیرۍ لپاره پارلمان ته وړاندې نه کړي او دليل يې دا ښودلی، چې د دغې لایحې د تصویب لپاره به د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي رایې ورنه کړي.
 

په امریکا کې د روان کال په پنځو مياشتو کې د ‌ډزو له امله ۱۷ زره کسان وژل شوي، خو ډيموکرات ګوند او جمهوریت غوښتونکی ګوند لا هم د ډزو د  کنټرول په هکله په لفظي جګړو بوخت دي.

د امریکا کانګرېس د قانون جوړولو له لارې هېواد اداره کوي او کله کله چټک ګامونه پورته کوي او داسې لايحې او مقررات جوړوي، چې امریکایان يې په مانا نه پوهېږي، خو د امريکې دوه لوی ګوندونه تر اوسه پر دې نه دي بريالي شوي، چې د ډزو کنټرول مصوبه تصویب کړي.

جمهوریت غوښتونکي وايي، که د ډزو کنټرول مصوبې ته منظوري ورکړي، بیا به هم د ډزو مخنيوی ونه شي.
د دوی له دغې څرګندونې داسې ښکاري، چې دغه ګوند په سياسي چارو کې خلکو ته بيخي پاملرنه نه کوي.

امریکایان د ډزو کنټرول مصوبې ته ډېره توجه کوي، خو پارلمان يې دغه مصوبه له اوږد وخت راهیسې ځنډوي او لاملونه يې ډېر پیچلي ښودل شوي دي.

يو لامل يې دا دی، چې د امريکې د دغه حالت تر شا د ګټو او واک سیالي روانه ده او سیاسي او ټولنیز بحران يې راپورته کړی دی.

جوبایډن ويلي، چې د ټېکساس ایالت په مکتب کې د ډزو پېښې له امله به په امریکا کې ملي بیرغ نيم ځوړند وي، خو حقیقت دا دی، تر څو امريکايي سياستوال په هيواد کې د ټوپکونو او وسلو د پلور ازاد بازار ونه تړي، بیرغ نيمه ځوړندول د امريکايانو درد نه شي دوا کولی.

جوبايډن به هله د خپلو پوښتنو ځوابونه ومومي، چې امريکا کې د ډزو نورې پېښې وشي.