د مشهور چيني هنرمند هان مې لين د اثارو نندارتون پرانيستل شو
CMG2022/05/28 15:40:10
شريکول:

 

ښاغلی هان مې لين د چين مشهور هنرمند او هم د بېجينګ د ۲۰۰۸م کال د المپيک لوبو د بختورو نښو ((فووا )) طرحه کوونکی دی. د ښاغلي هان مې لين عمر له ۸۰ کالو څخه لوړ دی، خو هغه لا هم په هنري نوښتونو کې بوخت او فعال دی.

د هان مې لين د هنري اثارو نندارتون د مې په ۲۶مه نېټه د چين د ان هوی ولايت د هنري انځورونو په موزيم کې د نندارچيانو پر مخ پرانيستل شوی. په دغه نندارتون کې د خطاطۍ، عنعنوي چيني تصويرونو او مجسمو په شمول د هان مې لين د بېلا بېلو ډولونو څه باندې ۴۰۰ هنري اثار راغونډ شوي او نندارې ته وړاندې شوي دي.

د هان مې لين د هنري اثار د نندارتون عکسونه