چين: نړيواله ټولنه د روسيې او اوکراين د شخړې په اړه د امريکا د مسئوليت په اړه عيني نظريه لري
CMG2022/05/28 11:27:44
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان په دې وروستيو کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې ويلي، چې د امريکا او ناټو پاروونکي کړنې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې سبب  شوې دي. ايران له دې څخه ملاتړ کوي، چې د روسيې او اوکراين شخړه بايد د خبرو اترو او ډيپلوماتيکو چارو له لارې حل شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير له يادو څرګندونو څخه ښکاري، چې نړيواله ټولنه د روسيې او اوکراين د شخړې په اړه د امريکا د مسئوليت په اړه عيني نظريه لري.

وانګ ون بين دې ته اشاره وکړه، چې د ملګرو ملتونو په څه باندې ۱۹۰ غړو هېوادونو کې تر ۱۴۰ زياتو هېوادونو پر روسيې بنديزونه نه دي لګولي او د نړۍ زياتره هېوادونه له يو اړخيزو بنديزونو او ډله ييزو مقابلو سره مخالفت کوي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا بايد د نړيوالې ټولنې عيني او عادلانه غږونه واوري، ژر تر ژره دې له روسيې سره هراړخيزې خبرې اترې وکړي او د روان بحران د سياسي حل لپاره دې زمينه برابره کړي.