پوتین: پر روسيې باندې د فشار لګولو يو لړ کړنې واقعاً تېری دی
CMG2022/05/28 15:00:15
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مۍ په ۲۷مه نېټه د اروپا او اسيا د اقتصادي کمېټې د عالي شورا په غونډه کې وويل، چې يو لړ غيردوستانه هېوادونه پر روسيې  فشار راوړي او داسې کړنه واقعاً تېری دی.

هغه په دې غونډه کې وغوښتل، چې د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد د خوراکي موادو امنيت ته پاملرنه وکړي. روسيې او د نوموړي اتحاد ملګرو د خوراکي‌ موادو د امنيت په برخه کې ډېره مسولانه رویه څرګنده کړې. 

پوتين زياته کړه،‌ چې ځينې هېوادونه غواړي‌ د اروپا او اسيا د يووالي کېدو جريان په وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو په نړۍ کې د اروپا او اسيا له اقتصادي اتحاد سره د همکاريو غوښتنې ورځ په ورځ زياتېږي. روسيه د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد او ايران ترمنځ د لنډمهالې ازادې سوداګرۍ تړون له اوږدولو څخه ملاتړ کوي.