د چین په اړه د بلينکن وينا د امريکا د بادارۍ نيت په ډاګه کړی
CMG2022/05/28 14:39:57
شريکول:

پر ځايي وخت د مې په ۲۶مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د جورج واشنګټن په پوهنتون کې د وينا پر مهال د پانګې اچونې، اتحاد او سيالۍ پر بنسټ د چين په اړه نوې تګلارې وړاندې کړې.‌ که څه هم دا څرګندونې د سيالۍ، همکارۍ او مقابلې په اړه د مخکیني بیان په پرتله نرمې دي، خو په حقیقت کې ډېرې بدلې نه دي او دا په ډاګه کوي، چې امریکا د چین د ځپلو لپاره لېوالتیا لري، خو دغه هېواد نه دی توانېدلی، چې دا کار وکړي.

د ۲۰۲۱م کال د مارچ په میاشت کې، انتوني بلینکن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د بهرنیو تګلارو په اړه خپله لومړۍ وینا کې د سیالۍ، همکارۍ او مقابلې په بڼهد چین په اړه تګلارې وړاندې کړې. هر څوک ویني، چې د چین ځپل او مخنيوی د دغې تګلارې اصلي موخه ده. اوس هغه د پانګې اچونې، اتحاد او سیالۍ پر بنسټ نوې تګلارې وړاندې کوي،چې یوازې د چین د پرمختګ د مخنیوي‌ لپاره د امریکا وسیلې او طریقې بدلې شوي او د سړې جګړې ذهنیت او د تسلط سازش لاهم پکې موجود دی.

انتوني بلینکن په خپله وینا کې دا اعلان هم وکړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د چيني چارو يوه ډله جوړه کړي. یوازې څو ورځې وړاندې، د امریکا ولسمشر جو بایډن يو شمېر اسیايي هېوادونو ته د خپل سفر په جریان کې د تش په نوم د اندو- پاسیفیک ستراتيژيک چوکاټ وړاندېکړ او موخه یې دا ده، چې د چین د پرمختګ مخه ونیسي.‌

انتوني بلینکن په خپله وینا کې بې بنسټه او جعلي معلومات خپاره کړل او پر چین یې تور ولګاوه، چې وايي، دغه هېواد د نړيوال نظام پر وړاندې تر ټولو سخت اوږدمهاله ننګونه ده. امریکا پر عراق حمله وکړه ، په لیبیا او سوریه کې یې د کورنۍ جګړو د پیل هڅې وکړې،‌ د ایران له اټومي تړون څخه وتلې او د اوکراین بحران د رامنځته کولو لپاره یې هڅه کړې. دغه هېواد د نړیوال نظام او نړیوالو قوانینو تر ټولو لوی ویجاړوونکی او د نړیوالې سولې او امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی. د امریکا لخوا چین ته ورکړل شوې "توره خولۍ" د امريکا پر سر د اغوستلو لپاره مناسبه ده.

د يادونې وړ ده، چې انتوني بلينکن په خپله وينا کې له يوې خوا د چين د بدنامۍ لپاره هڅې وکړېاو له بلې خوا يې له چين سره د شخړې او يا نوې سړې جګړې د مخنيوي ادعا وکړه. له دې څخه څرګندېږي، چې د امریکا حکومت بې واکه دی.

له څه مودې راهیسې، په امریکا کې ډېر تضادونه رامنځ ته شوي. د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه د ګالپ د نظرپوښتنې له مخې، د ډزو د پر له پسې سختو پېښو، لوړ انفلاسیون، د موادو کمښت او د تېلو بیو د لوړېدو تر اغېزو لاندې، یوازې ۱۶ سلنه ځواب ورکوونکي په امریکا کې له اوسني وضعیت څخه راضي دي او له ۸۳ سلنې څخه ډېر وګړي په دې باور دي، چې امریکا له مناسب مدار وتلې ده. د مې په ۲۴مه نېټه د رویټرز لخوا خپره شوې سروې ښیي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملاتړ کچه ۳۶ سلنې ته راټيټه شوې، چې د ولسمشر په توګه د نوموړي د ماموریت په موده کې یې ترټولو ټیټه کچه ده.

د امریکا د حکومت لپاره، که دا غواړي چې واقعاً د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي، باید خپلې کورنۍستونزې حل کړي. ‌د بېلګې په توګه،‌ لوړ انفلاسیون، د ډزو پېښې او حتی د ماشومانو د فارمولا شیدو پوډرو کمښت. د امریکا د حکومت په وړاندې ډېرې ستونزې وجود لري، پر چین فشار اچول به د دوی د خپلو مسئلو د حلولو لپاره مرسته ورسره ونه کړي.

د چین لپاره، مهمه دا نده چې امریکا څنګه د چین په اړه خپله پالیسي بیانوي، بلکې هر څه د دوی په کړنو پورې اړه لري. د امریکا سیاستوال باید پوه شي، چې د دغه هېواد دارنګه چارې به یوازې د دوی اعتبار له لاسه ورکړي.