د چين د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد ضد د پاليسۍ په اړه د بلينکن وينا وغندله
CMG2022/05/28 11:34:03
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په دې وروستيو کې د چين ضد د پاليسۍ په اړه يوه وينا وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د بلينکن د دغې وينا بې بنسټه موضوعات رد کړل او دغه ناوړه کړنه يې وغندله.

وانګ ون بين وويل، چې بلينکن په خپله وينا کې جعلي معلومات او درواغ خپاره کړي، د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسونه کړې او د چين پر کورنيو او بهرنيو تګلارو يې بې بنسټه تورونه لګولي او د ده رښتينۍ موخه دا ده، چې غواړي د چين د پرمختګ مخه ونيسي او د امريکا باداري وساتي. چين له دغو ناوړو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.

وانګ ون بين وويل، چې چين په ډيپلوماټيکو چارو کې د سوله ييز ګډ ژوند ۵ ګونه اصول تطبيق کړي، له ټولو هېوادونو سره د دوستۍ او همکاريو د ټينګولو او پياوړي کولو لپاره يې هڅې کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې ټول هېوادونه برابر او مساوي دي. نوموړي زياته کړه، چې امريکا د جبري ډيپلوماسۍ جوړوونکې او استازې ده او د تسلط او بادارۍ عادت يې پيدا کړی، دغه هېواد بايد خپل ناوړ عادت لېرې کړي.

وانګ ون بين يو ځل بيا د تايوان، شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ په چارو کې د چين دريځ بيان کړ او له امريکا څخه یې وغوښتل، چې د نړيوالو اړيکو  بنسټیز اصول دې مراعات کړي او د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د درواغو او بې بنسټه معلوماتو له خپرولو څخه دې لاس واخلي.

وانګ ون بين وويل، چې بلينکن په خپله وينا کې ويلي، چې له چين سره شخړې او نوې سړه جګړه نه غواړي او د چين د پرمختګ مخه نه نيسي او له چين سره د سوله ييز ګډ ژوند هيله لري. چين به د نوموړي راتلونکو  عملونه په دقیق ډول وڅاري.