تاس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د مرستيال مشر ماريچيو مارتينا د څرګندونو په حواله لیکلي، ، چې د اوکراين بحران له امله نړۍ د خوراکي موادو له کمښت سره مخ ده او د سرو او خوراکي موادو بيې مخ په لوړېدو دي. نتيجه يې دا ده، چې په نړۍ کې به له لوږې سره د مخ شويو کسانو شمېر ۲۲۰ ميليونو ته زیات شي.