جرمني او امریکا د مۍ په ۲۷مه نېټه د جرمني په پلازمېنه برلين کې، د اوو هېوادونو ډلې د انرژۍ، چاپېريال او اقليم د خونديتوب په اړه غونډه کې اعلان کړی، چې د انرژۍ او اقليم په برخو کې یې خپلمنځي ملګريزې اړيکې ټينګې کړې دي.
د جرمني مرستيال صدراعظم او د اقتصاد او اقليم د خونديتوب وزير لوبرټ هابېک او د امريکا د اقليمي مسئلې ځانګړي استازي جان کيري په ګډه سره دا تړون لاسليک کړی دی.
د ياد تړون له مخې به، دواړه هېوادونه د کارپوهانو څلور کاري ډلې جوړې کړي او په هغو برخو کې به همکارۍ وکړي، چې په سمندر باندې د باد انرژۍ، هايډروجن انرژۍ، د پاکو انرژو په وسيله د ټرانسپورټ او له پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ شاملې دي.