د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مۍ په ۲۶مه نېټه د امريکا يوه مسوده، چې غواړي پر کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت باندې نور زیات بنديزونه ولګوي، تصويب نه کړه. په دې غونډه کې چین او روسيې مخالفې رايې ورکړې. د چين استازي د رايګيرۍ له پای وروسته وينا وکړه.
د چین استازي وويل، چې چين د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه د خپل ثابت دريځ له مخې مخالفه رايه ورکړې. په دې وروستیو کې د کوريا ټاپووزمې وضعيت کړکېچن شوی دی او چین تل له بېلابېلو خواوو څخه غواړي، چې سړه سينه وساتي او وضعيت نور سخت او کړکېچن نه کړي.