د سياسي مشورو په اړه د چين د کمونېست ګوند کاري مقررات تر سنجش لاندې راوستل شول
CMG2022/05/28 11:23:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مې په ۲۷مه نېټه په يوه غونډه کې د سياسي مشورو په اړه د دغه ګوند کاري مقررات تر سنجش لاندې راوستل. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.

په دغه غونډه کې ويل شوي، چې سياسي مشورې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ د همکاريو او سياسي مشورو نظام مهمه برخه، د سوسياليزم د مشورتي ډيموکراسۍ مهمه طريقه او د هوښيارو او ګډو نظريو د راغونډولو او د علمي او ډيموکراټيکو پرېکړو د هڅولو مهمه لاره ده. د نوموړو کاري مقرراتو جوړونه د چين د سياسي ګوندونو د نوي سيسټم د بشپړوالي او د هېوادپالو ځواکونو د يووالي د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري.