وانګ يي: د نړۍ، چين او د چين او امريکا د اړيکو په اړه د امریکا په نظرونو کې سخت انحرافات شته
CMG2022/05/29 13:07:44
شريکول:

خبریال د مې پر ۲۸مه نېټه د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي څخه وپوښتل چې په دې وروستیو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکن له خوا بیان شوی د چین په اړه تګلارې به پر نړيوالو حالاتو او د چين او امريکا پر اړيکو څه اغېزې وکړي؟ وانګ يي د پوښتنې په ځواب کې وويل، د بلينکن له وينا څخه څرګندېږي چې د نړۍ، چين او د چين او امريکا د اړيکو په اړه د امریکا په نظرونو کې سخت انحرافات رامنځته شوي دي.

وانګ يي وويل، د نړيوالې ټولنې تر ټولو بیړنۍ دندې په ګډه د انسانانو د ژوند او روغتيا ساتنه، د نړۍ د اقتصاد د بيا سمسورتيا او د نړیوالې سولې او ثبات ساتل دي، دا د انسانانو د برخلیک د ګډې ټولنې مفکورې جوړولو او د ملګرو ملتونو منشور د اهدافو او اصولو تمرین کولو ته اړتیا لري. امریکا په واقعي توګه د نړیوال نظام د ګډوډۍ سرچینه او د نړیوالو اړیکو د ډیموکراټيک جريان په وړاندې خنډ ګرځیدلې ده.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په يو مهم پړاو کې دي، امريکا بايد سم انتخاب وکړي او د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژونداو د همکارۍ پر بنسټ د ګډو ګټو د موندلو په اړه ۳ اصول پلي کړي ترڅو په نوې زمانه کې د چین او امریکا د تګ راتګ سمه لاره ومومي.