د ډزو پېښو ضد د امریکايي زده کوونکو تمرینونو د بشري حقون د ساتونکو درواغ مات کړل
CMG2022/05/29 14:26:24
شريکول:

د امریکا د ټیکساس ایالت په روب مکتب کې د مې په ۲۴مه نېټه د ډزو ناوړه پېښه وشوه، چې له امله يې د ۱۹ ماشومانو په شمول ۲۱ تنه ووژل شول.

تر اوسه سږ کال کې د امریکا په ښوونځيو کې ۱۳۷ د ډزو پېښې  رامنځ ته شوي، تقریبا هره ورځ پېښېږي، نو په دې هېواد کې د ‌‌ډزو پېښو ضد تمرینونه د زده کوونکو اړین  کار دی.

د امریکې په وړکتونونو، مکتبونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې په ټاکلي وخت کې د پوځي معیار له مخې د ډزو پېښو ضد تمرینونه ترسره کېږي. د وړکتونونو ښوونکي د درې کلنو ماشومانو د  ساتلو او بچ کولو روزنې ورکوي. په پوهنتونونو، لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې محصلین او زده کوونکي د تښتولو، پټولو او ماټولو په تمرینونو بوخت دي. ځايي امنیت ساتونکي به هم په دغو تمرینونو کې برخه لري. ډېر ښوونځي هر کال لس ځله دغه شان تمرینونه ترسره کوي.

خو تحقیقاتو دا تائیده کړې، چې د امریکې په ښوونځیو کې د ډزو پېښو مخنیوی نه دی شوی. په عین وخت کې، دغو تمرینونو او بریدونو ماشومانو ته ډېر فزيکي او روحي زیانونه رسولي دي.

د امریکا نفوس د نړۍ ۴.۲ سلنه برخه جوړوي، خو په دغه هېواد کې د ډزو شمېر په نړۍ کې ۴۶ سلنه نیسي. د ډزو په چارو کې د ګټو د پيچلي اړیکو له امله، د ډزو کنټرول په اړه د دغه هېواد د ټولنې له غوښتنو سره سره، په تېرو ۲۵ کلونو کې د امریکې حکومت د ډزو کنټرول لپاره هېڅ یوه مصوبه نه ده وړاندې کړې.

ځينو حکومتي چارواکو په ښوونځیو کې د ډزو پېښو ضد د نظامي مبارزې طریقه غوره کړې.

د فوکس خبري اژانس د خبر له مخې، د ټيکساس ایالت د عدلیې وزیر کن پکستون په روب مکتب کې د ډزو پېښې تر رامنځته کېدو وروسته وویل، چې موږ باید ځينو ښوونکو او نور اجراوونکو  ته پوځي روزنې ورکړو تر څو دوی د ډزو ضد مبارزې وکړي.

په حقیقت کې د ټيکساس ایالت ځايي پارلمان په ۲۰۱۳م کال کې یو تړون تصویب کړی، چې په ښوونځيو کې د پولیسي مشرانو د روزنې پلان پلی کوي، یعنې ښوونکي او اجراکوونکي تر ۸۰ ساعته روزنو وروسته د ډزو په اړولو سره په ښوونځیو کې کارونه ترسره کوي. اوس د دغه ایالت په ښوونځیو کې ۲۵۶ تنه دغه شان پولیسي مشران ټاکل شوي دي.

خو په دې سره هغه پټ ګواښلا  هم شته، چې ماشومان ښايي د ښوونځيو بهر او دننه له حملو سره مخ شي.

امریکا تل ځان د بشري حقونو ساتونکې بولي، خو د دغه هېواد ماموریت د وګړیو او حتی د ماشومانو د ژوند امنیت ته کافي پاملرنه نه کوي.

په روب مکتب کې د ډزو له  پېښې درې ورځې وروسته، په ټيکساس ایالت کې د امریکې د دولت په کچه د ټوپکو او وسلو لوی نندارتون په ټاکلي وخت پرانیستل شو. ویل کېږي، چې د امریکې نظامي ګروپونه د زیاتو ګټو په لټه کې دي او سیاستوال يې د خپلو سیاسي ګټو د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کوي. نو په دغه هېواد کې د ډزو کنټرول مسئلې حلول ښايي په اوږد وخت کې ترسره نه شي.

دا ډېره ستومانه کوونکې ده، چې د نړۍ په ډېر پياوړی هېواد کې ماشومان او زده کوونکي د ډزو پېښو له ګواښونو سره مخ دي. ویل کېږي، چې د ډزو پېښو ضد د امریکايي زده کوونکو تمرینونو د بشري حقونو ساتونکي درواغ مات کړل.