د چين او ساموآی د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې اترې وکړې
CMG2022/05/29 14:19:40
شريکول:

د ساموای صدراعظمه، د بهرنيو چارو وزيرې فيامي ناومي ماتعفا پرځايي وخت د مۍ پر ۲۸مه نېټه په پلازمېنه اپيا کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چې پرمختيايي هېوادونه باید د نړيوال وضعيت د بدلونونو پر وړاندې يو مټ شي. چين غواړي تر خپلې وسې پورې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو په شمول د پرمختيايي هېوادونو له پرمختګ او سمسورتيا څخه ملاتړ وکړي. چين په دې بهير کې تل د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، اضافي سياسي شرايط نه وړاندې کوي او جغرافيايي سياسي ګټې نه غواړي. چين هيله لري، چې له پرمختيايي هېوادونو سره ګډه سمسورتيا پوره کړي او د نړۍ عدالت پياوړی کړي.

دواړو خواوو له يادې ليدنې وروسته د اقتصاد، ټېکنالوژۍ او کلتور په برخو کې د همکاریزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و.