د ګڼ شمېر هېوادونو کارپوهانو د بشري روغتيا د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره د چين د خدمتونو ډېره ستاینه وکړه
CMG2022/05/29 13:10:18
شريکول:

د روغتیا ۷۵مه نړیواله غونډه د مې پر ۲۸مه نېټه د سویس په جنیوا کې پای ته ورسېده. د ګڼ شمېر هېوادونو کارپوهانو د دغې غونډې په ترڅ کې د انسانانو د روغتيا د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره د چين د وړاندیز ډېره ستاینه وکړه او باور يې وکړ چې چين خپلې ژمنې پوره کړې او د روغتيا د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

د کينيا د نړيوالو چارو کارپوه کاونس ادهيل وويل چې په تېرو دوو کلونو کې چين د کرونا وبا پر ضد نړیواله مبارزه کې مهم رول لوبولی دی. له کرونا وبا سره د مبارزې په بهير کې، چين تل په لومړي سر کې پاتې شوی، د نړۍ له نورو هېوادونو سره يې د وبا په وړاندې د مبارزې په اړه خپلې تجربې شريکې کړې او د وبا د کنټرول په برخه کې يې له نورو هېوادونو سره مرستې کړي دي.

د اتوپیا د ادیس ابابا پوهنتون د عامه پالیسۍ پروفیسور کنستانتینوس وویل چې د کرونا وبا ضد چيني واکسین د خلکو ژوند خوندي کوي او د عامې روغتیا نړیوالوچارو ته پراختیا او وده ورکوي.